اقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاستنړۍ

د ایکو سرمنشی: په سیمه او افغانستان کې د هر اړخیزې ملګرتیا لپاره تیار یو

دید خبری اژانس: د ایکو د نریوال تولنه سرمنشی د افغانستان په اړه د تاشکند نړیواله غونډه کې وویل چې ایکو هم په سیمو او هم افغانستان کې د هر اړخیزې ملګرتیا لپاره تیار دی.

د ایکو سرمنشی: په سیمه او افغانستان کې د هر اړخیزې ملګرتیا لپاره تیار یو

خسرو ناظری د ایکو سرمنشی زیاته کړه: ایکو هم په سیمو او هم افغانستان کې د هر اړخیزې ملګرتیا لپاره تیار دی.
هغه زیات کړه چې ایکو، په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت په دغه هیواد کې د اقتصادی اجتماعی ودې او د بیارغونې د بهیر د ملاتړ لپاره تر ټولو مهم عامل ګڼی. دغه عوامل همداراز د سیمه ایز پیوستون، په سیمه او له سیمې بهر د تجارت او پانګه ونې له فعالیته په ملاتړ کې مهم رول لوبوی.
د ایکو مشر وویل: په افغانستان کې د اقتصادی ملګرتیا د اړیکو پراختیا چې د سیمه ایزو پروژو د پراختیا یوه برخه ده، د ایکو لپاره مهمه ده. همداراز د مرکزی اسیا مخ په وده پټانشیل ته په پام سره افغانستان کولی شی د د ټرانزیټی او ټرانسپورټی طرحو منجمله ټرانس افغان ریل لارې په اجرا کې مهم رول ولوبوی.
ده وویل چې ایکو په افغانستان او سیمه کې د هر اړخیزې ملګرتیا لپاره چمتو دی او د نویو پروژو او نوښتونو منجمله د افغانستان د اقتصادی بیارغونې ملاتړ کوی.
د افغانستان ګوښه کول به د دغه هیواد د ستونزو له هواری سره مرسته ونه کړی.
ناظری له ټولو ګروهمنو منجمله له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د پایدارې پراختیا لپاره اقدامات وکړی، د افغانستان په لاره کې د ملګرتیا لپاره د اقداماتو په اساس د وړاندیزونو د تظیمولو لپاره هڅې غږمله کړی.
ده هیله وکړه چې ګډونکوونکی د غونډې په پای کې مشخصو نتیجو ته ورسیږی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا