اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

د افغان ماشومانو پر غاړه د عمر نه زیات مسؤليتونه

ډید خبري آژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق استازی وايي، په افغانستان کې ماشومان له خپل عمر څخه زیات مسوولیت پر غاړه لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) استازی فرانک اکیزا وايي، په افغانستان کې ۱۶ میلیونه ماشومان بشري مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي د يوه ويډيويي کلیپ په خپرولو سره يادونه وکړه، چې په افغانستان کې د ماشومانو حقونه ورځ په ورځ کمزوري کېږي.

د یونیسف دغه چارواکي زیاته کړه چې یو زیات شمیر ماشومان له خپل عمر څخه کم دي او د مسؤلیتونو تر اوږو لاندې دي.

په همدې حال کې د طا-لبانو له راتګ سره د بې وزلۍ او بېکارۍ په زیاتېدو سره د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب لپاره کوم پلان او اقدام نه دی شوی.

نړۍ هم له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو بودیجه کمه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا