اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

ایران او پنځه نور هیوادونه د بریکس په بلاک کې شامل شول

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د نړۍ د مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو د مشرانو په ۱۵ مه سرمشریزه کې شپږ نور هېوادونه د بریکس په غړیتوب سره د دغه بلاک د غړو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

د جنوبي افریقا جمهور رییس سیریل رامافوسا نن د پنجشنبې په ورځ (د سنبله په دوهمه) اعلان وکړ چې د بریکس (برازیل، روسیې، هند، چین، جنوبي افریقا په ګډون) په خپله سرمشریزه غونډه کې چی په جوهانسبرګ کې ترسره کیږي د شپږو نورو هیوادونو د غړیتوب په اړه موافقه کړې ده.

د رامافوسا د اعلامیې له مخې ایران، ارجنټاین، مصر، ایتوپیا، سعودي عربستان او متحده عربي امارات کولای شي د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له پیله د مخ پر ودې اقتصادونو په ډله کې د غړیتوب بهیر پیل کړي.

د بریکس ګروپ په نوم د نړۍ د مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو د مشرانو ۱۵مه غونډه چې د اګست په ۲۲مه د جنوبي افریقا په جوهانسبرګ کې پیل شوې، نن پای ته رسېږي.

بايد يادونه وشي چې بریکس د دغه بلاک د اقتصادي ودې او همدارنګه په نړۍ کې د ډالرو د سرغړونې او واکمنۍ د مخنيوي لپاره ډېر ښه کار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا