اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

چین: د فلسطین او څلورو مسلمانو هېوادونو یو پلاوی به بېجینګ/پکن ته راشي

ډید خبري اژانس: د چین د بهرنیو چارو وزارت بېجینګ/پکن ته د فلسطیني ادارې او څلورو اسلامي هېوادونو د چارواکو د سفر خبر ورکړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ پرون اعلان وکړ چې د فلسطیني ادارې او د څلورو مسلمان اکثریتي هیوادونو د بهرني سیاست لوړپوړي چارواکي به د دوشنبې او سه شنبې په ورځو چین ته سفر وکړي ځکه چې د اسرائیلي رژیم او حماس تر منځ په روانه شخړه کې په زرګونو ملکي وګړي وژل شوي دي.

ټاکل شوې چې په دغه سفر کې به د فلسطیني ادارې د لویدیځې غاړې، سعودي عربستان، اردن، مصر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیران او د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي هم ګډون ولري.

هغه زياته کړه: چين به د دغه سفر په ترڅ کې د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو له ګډ پلاوي سره ژورې اړيکې او همغږي ولري څو د فلسطين او اسرائيلي رژيم تر منځ د روانې شخړې د کمولو، له ملکي وګړو څخه د ملاتړ او د فلسطین مسئله د عادلانه حل لارې چارې پرمخ يوسي.

د یادولو وړ ده چې د اکټوبر د اوومې نیټې د حماس لخوا حمله وروسته، د اسراییلو لخوا د غزې په تړانګه کې د ملکي وګړو په خلاف بې رحمانه هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل او په تیره میاشت کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا دیارلس زره کسان ووژل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا