افغانستانروستي خبرونهسیاست

کریم خرم: د اشرف غني تېښته شاید د امریکا په امر شوی وي

ډید خبري اژانس: د حامد کرزي د دفتر رئیس په دې وروستیو کې ویلي چې امریکا د تایوان او اوکراین له امله له افغانستانه وتلې ده.

کریم خرم: د اشرف غني تېښته شاید د امریکا په امر شوی وي

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبدالکریم خرم پر افغانستان د طا-لبانو د واکمنۍ د یو کال پوره کېدو په غبرګون کې په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي، چې امریکا باید تېر کال له افغانستانه ووځي.
ښاغلي خرم زیاته کړه چې تېر کال په تایوان او اوکراین کې پېښې روانې وې او که امریکا په افغانستان کې پاتې شي، په دغه هېواد کې به نور زیانونه رامنځته شي او په همدې موخه امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل.
ښاغلي خرم زیاته کړه چې د اشرف غني احمدزي له تېښتې پرته د امریکا وتل او د هغه د متحدینو ژمنتیا ممکنه نه وه او داسې ښکاري چې د ښاغلي غني تېښته د هغه هیواد په خاموشه تایید او حتی په غیر مستقیمه هڅو ترسره شوې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې سبا په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنۍ یو کال تېرېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا