اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالب

د اړیکو کړکیچ؛ د کندهار والي اسلام اباد ته ځي

دید خبري آژانس: د کندهار والي ملا شیرین د تحریک طا-لبان پاکستان سره د اړیکو د ترینګلتیا په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي.

د ډان په وینا، ملا شیرین چې یو له لوړ پوړو شخصیتونو څخه دی او د کندهار ولایت والي دی، تمه کیږي چې د راتلونکې میاشتې په پیل کې اسلام آباد ته راشی ترڅو د تحریک طا-لبان پاکستان (TTP) مسلې په اړه د دوه اړخیزو اړیکو کړکیچ حل کړي.

په اسلام اباد کې د ملا شیرین په خبرو کې به د پاکستان له استخباراتي چارواکو او د بهرنیو چارو له وزارت سره لیدنه کتنه وي.

دا سفر د پاکستاني طا-لبانو د هڅولو په اړه د پاکستان سره د کړکیچ د کمولو لپاره د اسلامي امارت د هڅو په تعقیب ترسره کیږي.

په دې لړ کې طا-لبانو تر دې مخکې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن کابل ته بللی و او هیله یې څرګنده کړې وه چې د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د رحمان د سفر اهمیت رد کړ او اعلان یې وکړ چې دا د یو شخص شخصي بلنه وه.

ملا شیرین یو له مهمو شخصیتونو څخه دی چې په نظامي او سیاسي برخو کې یې بېلابېل رولونه لوبولي دي.

د لوړ پوړو مشرتابه سره د هغه نږدې اړیکو او په مهمو فعالیتونو کې ګډون هغه د افغانستان د واکمنانو د مشرتابه جوړښت یو مهم او اغیزمن غړی جوړ کړی دی.

د پاکستاني طا-لبانو د هڅولو پر سر د کړکېچ دوام د پاکستان او طا-لبانو ترمنځ اړیکي ترینګلي کړي دي.

باید و ویل شي، چې ملا فضل الرحمان به د جنورۍ په دریمه کابل ته سفر وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا