افغانستانروستي خبرونهټولنه

د کانکور ازموینه د سنبلی میاشتې وروسته اخیستل کیږي

ډید خبري اژانس: د طا-لبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ویلي چې د کانکور ملي ازموینه به د سنبلې له میاشتې وروسته واخیستل شي.

د کانکور ازموینه د سنبلی میاشتې وروسته اخیستل کیږي

د طا-لبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي نن دوشنبه (د اسد ۱۰مه) په یوه پیغام کې ویلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو او سیاسي تحولاتو له امله پوهنتونونه تړلي او د وروستي کال محصلین نه دي خلاص شوي. تر اوسه ختم شوی.
هغه زياته کړه، چې د تېر کال د محصلينو له فراغت سره به د نويو محصلينو د استخدام زمينه برابره شي او د کانکور ازموينه به د سنبلې له مياشتې وروسته ترسره شي. هغه د دې ازموينې کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.
د طا-لبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند وايي، د کانکور ازموینه به په شفاف ډول او له کوم خنډ پرته ترسره شي.
هغه روښانه نه کړه چې د کانکور د زده کوونکو نجونو برخلیک به څه وي؟
دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي پورې تړلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا