اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

د ټولګټو وزیر؛ ښاغلي ډاکټر محمود بلیغ: نوی سالنګ تونل جوړېږي

د نوې سالنګ تونل د جوړېدو د تخنیکي مطالعاتو پروژه نن د عامې فوایدو وزارت او د دیوې اسټرالیایي کمپني (SMEC) ترمنځ لاسلیک شوه.

دغه پروژه  ۱۹،۶ میلیون ډالر ارزښت لري چې د اسیا پراختیایي بانک او جاپان حکومت له خوا تمویل کیږي.

د فواید عامې وزیر ښاغلي محمود بلیغ وویل، په پام کې ده چې اسټرالیایي شرکت د نوې سالنګ د تونل جوړېدو لپاره خپل تخنیکي مطالعات پیل کړي او افغان حکومت ته یې د تونل جوړېدو او لارې لپاره بیلابیل غوراوي وړاندې کړي.

د اسیا پراختیایي رئیس توماس پنیلا وویل، چې د سالنګ نوې تونل نه یواځې د افغانستان د اقتصاد او ترانسپورټ لپاره مهم بلل کیږي بلکې دغه تونل کولای شي چې د سیمې  د ترانسپورټ، ترانزیټ، او نخلولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

په پام کې ده چې SMEC شرکت د نوې تونل د جوړېدو لپاره او د موجود غوراوي په اړه خپل مطالعات پیل کړي، چې په کې خاواک-خنجان او دوشي-بامیان لارې ترڅنګ د موجود تونل د بیارغونې چارې هم شامل دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د جاپان سفیر میت سوجي سوزوکا  وویل، چې د جغرافیې له لحاظه افغانستان په سیمه کې یو ځانګړي اهمیت لري او نوې تونل به د افغانستان د شمالي او سویلي ولایتونو لپاره مهم رول ولوبولای شي.

نومړې زیاته کړه، چې جاپان حکومت ژمن دي چې د دغه پروژې د مطالعاتو ۵۳ فیصد لګښت تمویل کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا