اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

مسکو: د طا-لبانو په رسمیت پېژندلو خبرې نه دي شوي

د دید خبری آژانس: د افغانستان لپاره د پوتین د ځانګړی استازی ضمیر کابلوف له څرګندونو وروسته، د روسیې له خوا د طا-لبانو په رسمیت پیژندلو د احتمال په اړه، د پوتین ویاند دیمیتری پیسکوف وویل، چې دا ډول احتمال د پوښتنې وړ نه دی.

مسکو: د طا-لبانو په رسمیت پېژندلو خبرې نه دي شوي

د سپوتنیک د رپوت له مخی، د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف هم د طا-لبانو د پېژندلو په اړه وړاندوینه بې ګټې وبلله.
پیسکوف یوې خبري غونډې ته وویل، «دا مهال د طا-لبانو په رسمیت پېژندلو خبرې نشته. «ډیری مسایل شتون لري او هیڅ وړاندوینه بې ګټې ده.»
ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې روسي رسنیو ته ویلي و، چې مسکو ښايي د طا-لبانو موقت حکومت په رسمیت وپېژني او په دې پرېکړه کې به د امریکا او نورو هېوادونو پیروی نه کوي.
خو د طا-لبانو له خوا د کابل د واک تر لاسه کولو لس میاشتې زیاتې شوې، خو تر اوسه هیڅ هیواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا