اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د پاکستان سفیر: له افغانستانه د امریکا له وتلو راهیسې موږ ۱۵۰۰ کسان له لاسه ورکړي دي

ډيد خبري اژانس: په امريکا کې د پاکستان سفير وايي، پاکستان او امريکا د ترهګرۍ ګواښ له منځه وړلو ته ژمن دي.

په امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان په نیو میکسیکو کې یوې معتبرې فکری بنست ته په وینا کې وویل چې پاکستان او امریکا په تېرو دوو کلونو کې په امنیتي برخه کې خپلې همکارۍ ساتلې او په اقتصادي برخه کې یې خپلې اړیکې پراخې کړي دي.

ده په خپلو خبرو کې وويل: سره له دې چې امريکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه ايستلي او د نړۍ په دې برخه کې يې شتون کم شوى دى، خو د تروريزم ګواښ لا هم پياوړى دى. هغه وویل چې د تحریک طا-لبان پاکستان ترهګر پاکستانیان وژني.

ده وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو راهیسې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د پاکستان سفیر زیاته کړه: امریکا او پاکستان دواړو پریکړه کړې چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د همکارۍ له لارې دغه ګواښ له منځه یوسي.

مسعود خان ویلي، پاکستان او امریکا ګډ مسوولیت لري چې افغانستان د ثبات په لور رهبري کړي ځکه چې د ټولې سیمې ثبات د افغانستان په ثبات پورې تړلی دی.

مسعود خان د خلکو تر منځ د اړیکو پر پراختیا او د اقتصادي، سوداګریزو او پانګوالو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او دا یې د اړیکو راتلونکی وباله.

د پاکستان سفیر د سوداګرۍ او صنایعو ټولنې ته بلنه ورکړه چې په ساینس، انجینرۍ، ټیکنالوژۍ، کانونو، روغتیا پاملرنې، درمل جوړولو او نورو برخو کې پانګونه وکړي ترڅو د پاکستان او د هغې شاوخوا سیمې له لوی بازار څخه ګټه پورته کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا