اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالبنړۍ

ګوتریس:

افغانستان باید ټول شموله حکومت ولري/د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه سلا مشورې پیل شوې

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دوحې د غونډې په څنډه کې په یوه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا هېواد باید د ټولو خلکو ملکیت وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰) په دوحه کې وویل، طا-لبان فکر کوي چې د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته رسیدګي د دې ډلې دنده نه ده او بیا هم له نړۍ غواړي چې دا ډله په رسمیت وپیژني.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، نړیواله ټولنه فکر کوي چې د دوی هیڅ اندیښنو ته پام نه دی شوی او له طا-لبانو سره په خبرو کې پرمختګ نشي موندلی.

انتونیو ګوټریش وویل چې هغه به سمدستي د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو په اړه مشورې پیل کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه چې داسې وړاندیز شته چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی باید د افغانستان په اړوندو مسلو کې یو «دوامداره چوکاټ» ولري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی، چې دا مهمه ده، چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې افغانستان باید د ټولو خلکو لپاره یو هیواد وي او د ټولو توکمونو په ګډون باید ټول شموله حکومت جوړ شي.

انتونیو ګوتریش وویل، موږ هم داسې افغانستان غواړو چې د نړیوالې ټولنې برخه وي، خو په دې برخه کې مو وړاندیزونه درلودل چې په یوه راپور کې وړاندې شول.

انتونیو ګوتریش: د ملګرو ملتونو استازی به نن په دوحه کې د طالبانو له استازي سره وګوري

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د دوحې د درېیمې ناستې د ترسره کېدو اعلان وکړ او ویې ویل، چې طا-لبانو په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو بلنه نه ده منلې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د دوحې په ناسته کې د طا-لبانو نه ګډون پر دې ناسته کوم اغېز نه دی کړی. دا غونډه ګټوره او ارزښتناکه وه.

ګوتریش ویلي چې طا-لبانو ورته یو لیک استولی او غوښتنه یې کړې چې د دوحې په غونډه کې دې له دې ډلې پرته بل څوک ګډون ونه کړي.

ګوتریش ټینګار وکړ: د دې غوښتنې منل د طا-لبانو په رسمیت پیژندلو په معنا دي.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا