اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهمهم مطالب

د روغتیا نړیوال سازمان: د هرات د زلزلې دوه پر دریمه برخه قربانیان ښځې او ماشومان دي

ډید خبري آژانس: د روغتیا د نړیوال سازمان استازی وايي، د هرات د زلزلې د قربانیانو دوه پر دریمه برخه ښځې او ماشومان دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر علاء ابو زید چې په دې وروستیو کې هرات ته تللی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا زلزله د سهار په ۱۱ بجو وشوه. کله چې د کورنۍ ډیری نارینه د کار لپاره بهر وو او له بده مرغه ماشومان او میرمنې په کور کې وې.

هغه عکسونه چې له زلزله ځپلو سیمو څخه خپاره شوي دي، زیاتره نارینه په خټو کې د خپلو کورنیو په لټه کې دي.

له زلزلې دوه ورځې وروسته هم د قربانیانو کره شمېره په لاس کې نشته.

پرون د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۲۳ او د ټپیانو شمېر ۱۶۶۳ تنه اعلان کړ.

دغه سازمان دا هم ویلي چې د ورک شویو کسانو شمېر ۵۱۶ تنه دی.

د شنبې د ورځې زلزلې په ټولیزه توګه ۱۶۵۵ کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي هم په دې پېښه کې د مړو او ټپيانو شمېر څلور زره اعلان کړى دى.

په عین حال کې، د بشري مرستو او د ژغورنې عملیات خورا ورو دي چې د خټو لاندې خلک راوباسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا