افغانستاننړۍټولنه

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان کړی دی

د دید آژانس د خبر له مخې، په پکتیکا او خوست او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې له زورورې زلزلې وروسته ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ویلي، چې مرستې ته چمتو دي.

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان کړی دی

د وروستیو احصایی له مخې د افغانستان په ختیځ کې یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۱ زره کسان وژلي او تر درې زرو ډېر نور یې ټپیان کړي دي، خو ښايي د مړو شمېره لوړه شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرس په ټویټر کې خپله خواشیني څرګنده کړې، او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه په بشپړ ډول متحرک شوي او د ملګرو ملتونو ټیمونه په صحنه کې دي، اړتیاوې ارزوي او لومړني ملاتړ چمتو کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه ټوېټ کې ویلي چې زلزله ځپلو سیمو ته یې د ارزونې ټیمونه استولي دي.
بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ویلي، چې اروپايي ټولنه د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او له زیانمنو شویو وګړو او سیمو سره د اروپايي ټولنې بېړنۍ مرستې ته چمتو ده.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزب بوریل په یوه بیان کې ویلي، دغه اتحادیی به له افغان ولس سره په بشپړ پیوستون کې له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.
اتحادیه زیاته کړه چې دوی په صحنه کې د خپلو همکارانو سره په تماس کې دي ترڅو اړین مرستې چمتو کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا