اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

حکمتیار د مجاهد په ځواب کې:

ملا یعقوب زما د پلار د شړلو مخالف وو/ زموږ کور اختلافی نه و

ډيډ خبري اژانس: د ګلبدین حکمتیار زوی وايي، چې د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب له خپل کور څخه د حکمتیار د ایستلو مخالف و، خو «یو شمېر پخوانیو مشرانو» په دې خبره ټینګار وکړ.

حبیب الرحمن حکمتیار زیاته کړه چې د طا-لبانو په حکومت کې «یو څو محافظه کاران» هر څه کولای شي.

حبيب الرحمن حکمتيار دغه يادښت په خپل اکاونټ کې په X ټولنيزه شبکه کې د ذبيح الله مجاهد د څرګندونو په غبرګون کې ليکلی، چې د ښاغلي حکمتيار د دولتي استوګنې پر سر يې «اختلاف» و او اوس يې د اوسېدو ځای بدل شوی دی.

طا-لبانو ویلي چې د حکمتیار کور د دفاع وزارت تر واک لاندې دی.

د حکمتیار زوی په خپل یادښت کې د طا-لبانو په حکومت کې د نظر اختلاف او د واک انحصار ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې په داسې حال کې چې د طا-لبانو «ټول مشران» د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو «موافق» دي، خو «یو کس» په دې وتوانید چې غالب شي.

هغه ذبیح الله مجاهد ته لیکلي چې د توجیه کولو پر ځای دې چوپه خوله پاتې شي ځکه چې د دوی مشورې ته اهمیت نه ورکول کیږي او د دین، عقل او منطق په خبره د عمل کولو توان نه لري.

د حکمتیار زوی مخکې اعلان وکړ چې طا-لبان د حزب اسلامي له مشر سره د پخواني حکومت د هوکړې پابند نه دي او اوس له طا-لبانو سره له میاشتو خبرو اترو وروسته ګلبدین حکمتیار «خپل ځای بدلوي».

د اشرف غني حکومت په ۲۰۱۵ کال کې له حزب اسلامي سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې دغه ګوند د امتیازاتو او قضايي مصونیت په بدل کې له افغان حکومت سره خپله لانجه پای ته ورسوله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا