اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونه

د ملګرو ملتونو لخوا د قران کريم د توهين غندنه

دید خبری اژانس: د ملګروملتونو دبشری حقوقو شورا په جینوا کښې په یوه پریکړه لیک کښې په ۲۸ موافقو رایو سره د قرآن کریم سپکاوی وغندلو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپله ۵۳مه منظمه غونډه کې د خپلو ۴۷ غړو په حق کې ۲۸ رایو سره د قرآن کریم د سپکاوي او د مذهبي مقدساتو د سپکاوي په نوم بریدونه وغندل.

دا غونډه د اسلامي همکاریو د سازمان په بلنه جوړه شوې وه.

په دغه رایه اچونه کې ۱۲ هیوادونو د دغه پریکړه لیک پر ضد رایه ورکړه او ۷ هیوادونو برخه واخیسته.

بلجیم، کاسټاریکا، چک جمهوریت، فنلنډ، فرانسه، جرمني، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مونټینیګرو، رومانیا، انګلستان او امریکا مخالفې رایې ورکړې.

جزایر، ارجنټاین، بنګله دیش، بولیویا، کیمرون، چین، عاج ساحل، کیوبا، اریتریا، ګابون، ګمبیا، هند، قزاقستان، مالاوی، مالدیو، مالیزیا، مراکش، پاکستان، قطر، سینیګال، سومالیا، سویلي افریقا، سوډان، اوکراین، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او ویتنام مثبته رایه وکاروله.

پاراګوا، نیپال، مکسیکو، هاندوراس، جورجیا، چیلي او بینین له دغه پریکړه لیک څخه ډډه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په سويډن كې د يوه عراقي وګړي له خوا د قرآن كريم توهين شوى و، چې پراخ غبرګونونه يې راپارولي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا