اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

فصيح الدين فطرت: موږ هر ډول يرغل په شا وتمبوو/ داسې کسان شته چې په پاکستان کې دننه ناامني رامنځته کوي.

ډيډ خبري اژانس: د وسله والو طا-لبانو د مرکزي قوماندانۍ مشر قاري فصيح الدين فطرت وايي، دوى د هر ډول تېري د ځواب ورکولو توان لري او پاکستان هم بايد په خپله خاوره کې خپل دښمنان تعقيب کړي.

تېره ورځ (یکشنبه د اسد ۲۹) قاري فصیح الدین فطرت د پاکستاني چارواکو هغه تورونه چې ګواکې ترهګر افغانستان ته راغلي او پر دغه هېواد بریدونه کوي، بې اساسه وبلل او په افغانستان کې یې د ترهګرو شتون رد کړ.

له بلې خوا په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره د پاکستاني چارواکو د ګواښ په غبرګون کې د طا-لبانو د پوځ مشر خبرداری ورکړی چې طا-لبان د هر ډول تیري د ځواب ورکولو توان لري.

فطرت د خپلو خبرو په دوام څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پولو کې جګړه نه ده شوې. خو په پاکستان کې دننه داسې کسان شته چې پاکستان ناامنه کوي.

د هغه په ​​وينا، غوره ده، چې پاکستان پر افغانانو نيوکې وکړي او په خپله خاوره يې توجه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله وړاندې هم څو ځلې پر افغان خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلی او په تازه پېښه کې یوه ویډیو هم خپره شوې، چې پاکستاني پوځیانو په خوست ولایت کې څو تنه نیولي او له ځانه سره بیولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا