اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه کوي

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ (قوس ۲۰) د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه کوي.

تمه ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د دغه سازمان د سرمنشي د خپلواک استازي فریدون سینیرلی اوغلو په راپور کې وړاندې شوي وړاندیزونه وڅېړي.

د ښاغلي سینیرلی اوغلو دغه راپور د چهارشنبې په ورځ (د عقرب ۱۷ مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په لاسلیک سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته وړاندې شو.

په دغه راپور کې د طا-لبانو له نړیوال انزوا څخه د وتلو لاره او په نړیوال ډګر کې د دوی د موقت حکومت په رسمیت نه پېژندلو د کړکېچ د ماتولو لاره ښودل شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د نړیوالو مکلفیتونو مراعات کول او د یوه جامع اساسي قانون د جوړولو د پروسې پیلول به له طا-لبانو سره د نړۍ د اړیکو د عادي کېدو لامل شي.

د ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره د افغانانو تر منځ د خبرو بیا پیلول هم په دې راپور کې د وړاندیزونو یوه برخه ده.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار پر دې خبرې نیوکه کړې وه چې دا غونډه د تړلو دروازو تر شا جوړه شوې وه.

مېرمن بار وويل، چې د راتلونکې غونډې پايلې به په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر برخليک اغېز وکړي، نو دوی حق لري، چې په دې ناسته کې څه کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا