اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د ازبکستان او ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ د غونډې تمرکز د افغانستان د ستونزې پر حل دی

دید خبری آژانس: د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د جمهور رئیس ځانګړي استازي عصمت الله ایرگشوف په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال میروسلاف جانچا سره وکتل او د افغانستان د پرمختګونو، سیمه ییز امنیت او نړیوالو مسایلو په اړه یې د نظر تبادله وکړه.

په دې کتنه کې دواړو لورو د ازبکستان او ملګروملتونو ترمنځ د څو اړخیزو همکاریو د پراختیا او په ځانګړې توګه د افغانستان د اوسني وضعیت په ګډون د سیمه ییز امنیت د ټینګښت په برخو کې هر اړخیزې خبرې وکړې.

میروسلاف جنچا د افغانستان په اړه د یو متحد سیمه ییز دریځ د رامنځته کولو او د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ازبکستان د هڅو ستاینه وکړه.

دواړو خواوو د افغانستان د ستونزې د حل په ګډون د نړیوالو او سیمه ییزو ستونزو په حل کې د ملګرو ملتونو د رول پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا