اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

د کابل – پروان پر لاره د ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي دي

دید خبري آژانس: د کابل – پروان پر لاره د ترافیکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د پروان امنیه قومانداني وايي، دا پېښه تېره شپه لس بجې (جمعه د حمل ۲۴مه) د «سر رباط» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، یو سراچه ډوله مسافر وړونکی موټر له یوه «لاري» لارۍ سره ټکر شوی دی. ویل شوي، چې لارۍ د تخنیکي ستونزو له امله په سړک کې ودرول شوه.

د پروان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې پرون په یوه پېښه کې نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز پرون سهار په سمنګانو ولايت کې په يوه ترافيکي پيښه کې يو ١١ کلن ماشوم مړ او نهه تنه نور ټپيان شول.

ناقانونه سرعت، تنګ سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا