اسلایدشوافغانستانګزارش

ملي ماتم؛ د سهراب تر مرګ روسته آب حیات

د چهارشنبې د ورځې له خونړۍ ورځې نن دادی ۱۱ ورځې تېرې شوې او د جمهوری ریاست ارګ نن د شنبې ورځ ملي ویر ورځ اعلان کړې ده. په دې ورځ په ټول هېواد کې فاتحې واخستل شوې او د افغانستان  ملی بیرغ د افغانستان په نمایندګیو کې راکښته کېږي .

د حکومت دې کار، څه ته چې د دولت بې پامي وايي، خورا غبرګونونه راپارولي دي . خلک وايي: دولت په تمه و، چې نورې پېښې به هم ترسره شي او نور خلک به هم مړه شي، چې حکومت د ټولو لپاره یوه ورځ د ملي ویر ورځ اعلان کړي .

عرفان پنجوايي یو افغان وايي : دولت به لږ نور صبر هم کړی وای او د کال په پای کې به یې یوه ورځ د ملي ویر ورځ اعلان کړې وه.

علي جان احمدي یو بل تن دی، چې د دولت په دې چار یې ملنډې وهلي او وايي : ولسمشر غني اوس خبر شو، چې د چهارشنبې د ورځې او تر هغې روسته پېښې بوګنونکې وې او باید ملي ویر وشي . زما په آند دا د خلکو په ټپونو د دولت له خوا مالګ شیندل دي؛ نه ملي ویر.

نن په داسې حال کې د ملي ویر ورځ اعلانېږي، چې د چهارشنبې له ورځې۱۱ ورځې تېرېږي، هغه پېښه ، چې تر ۲۰۰ ډېر یې ووژل او ۵۰۰ یې ټپیان کړل او تر هغه روسته خلک په حکومت پسې راپاڅېدل، چې ناکاره دی او مظاهره په تاوتریخوالي واوخته او ۷ تنه پکې مړه او ۵۰ ټپیان شول.

همداراز تر مظاهرې یوه  روسته ورځ د سالم ایزدیار د جنازې مراسمو ته ۳ ځانمرګی ورغلل او تر ۶۰ تنو ډېر یې ووژل او دې  کار هم د خلکو غوسه راوپاروله .

تردې پېښو روسته د کابل پروسې کنفرانس جوړ شو او تر ۲۰ ډېرو هېوادونو استازیو پکې ګډون وکړ او په دې کنفرانس کې ولسمشر غني وویل، چې د چهارشنبې په پېښه کې ۱۵۰ تنه مړه دي   .

حال داچې تردې مخکې امنیتي او د عامې روغتیا وزارت چارواکيو ددې پېښې د قربانیانو شمېر ۹۰ تنه ښوولی و. د دولت لخوا په شمېرو کې تناقض راښيي، چې دولت د واقعیتونو د پټولو په هڅه کې دی .

تر هغه روسته د پنجشبنې پر ورځ ولسمشر غني د شانګهای په غونډه کې د د قزاقستان پلازمینې آستانه ته ولاړ.

اوس چې له دې خونړۍ پېښې ۱۱ ورځې تېرېږي، دولت نن د ملي ویر ورځ اعلان کړه.

فاطمه فیضی- خبرگزاری دید

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا