اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

سپینه ماڼۍ: د دوحې تړون طا-لبان پیاوړي او ملګري یې کمزوري کړل

ډید خبري اژانس: د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي دي چې طا-لبانو د دوحې په تړون کې خپل مسوولیتونه نه دي پوره کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پییر پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې له طا-لبانو سره د دوحې د هوکړې لاسلیک دغه ډله پیاوړې کړې او د افغانستان په تېر حکومت کې زموږ همکاران یې کمزوري کړي دي.

پییر ویلي دي: لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، پخوانۍ ادارې څلور کاله وړاندې له طا-لبانو سره په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې تړون لاسلیک کړ او ژمنه یې وکړه چې د ولسمشر بایډن له کاره څو میاشتې وروسته له کومې څرګندې لارې او پلان پرته خپل ځواکونه وباسي.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په قطر کې د امریکا او طا-لبانو ترمنځ لاسلیک شو.

جین پییر زیاته کړه: دې تړون طا-لبان پیاوړي کړل او په افغان حکومت کې یې زموږ شریکان کمزوري کړل.

که څه هم ټرمپ په وار وار د دغه تړون له لاسلیک څخه دفاع کړې او ویلي یې دي چې نه ختمیدونکې جګړې د امریکایانو ژوند اخیستی او باید پای ته ورسېږي، خو د امریکا پخواني ولسمشر او یو شمېر جمهوري غوښتونکو تل پر جوبایډن نیوکه کړې چې څنګه یې افغانستان پرېښود.

خو سپینې ماڼۍ ویلي دي: له افغانستان څخه د وتلو د څرنګوالي په اړه د ولسمشر بایډن انتخاب د هغه د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د رامنځته شویو شرایطو تر اغیزې لاندې و. کله چې بایډن واک ته ورسید، طا-لبان له ۲۰۰۱ راهیسې په خپل قوي دریځ کې وو او د هیواد نږدې نیمایي یې کنټرول یا ننګولې.

امریکايي چارواکي وايي چې طا-لبانو په دغه تړون کې ژمنه کړې وه چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره به له نورو افغان خواوو سره خبرې کوي.

خو ژان پییر وویل: طا-لبانو په (تړون) کې خپل مسوولیتونه نه دي پوره کړي. طا-لبانو لا هم خپلې ژمنې نه دي پوره کړي چې له افغانانو سره به د یوه هر اړخیز او ټول شموله سیاسي نظام د رامنځته کولو لپاره له افغانانو سره د خبرو اترو پیل وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند په دوام وویل چې امریکا له طا-لبانو سره د خپلو ژمنو حساب ورکوی او زیاته یې کړه: موږ هره ورځ نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوو چې د دغو ژمنو د عملي کیدو ډاډ ترلاسه کړو.

امریکايي چارواکي وايي، د دوحې د هوکړې له مخې باید طا-لبان اجازه ور نه کړي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې بیا فعالیت وکړي، افغانستان د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي او له ترهګرو ډلو سره دې اړیکې پرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طا-لبانو تل ادعا کړې چې په افغانستان کې القاعده شتون نه لري، داعش ځپل شوی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه پر بل هېواد برید وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا