اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د اسیا زړه- استانبول پروسې د لوړپوړو چارواکو د غونډې جوړیدل

د اسیا زړه- استانبول بهیر د لوړپوړو چارواکو غونډه، د ښاغلي میرویس ناب او ښاغلي خسرو نظري د افغانستان د اسلامي جمهوریت او تاجکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په ګډ ریاست، د دې بهیر د ملاتړ کوونکو او غړو هیوادونو او سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون، د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.

په پیل کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال ګډون والو ته د ښه راغلاست ویلو او د استانبول بهیر د ملاتړ کوونکو هیوادونو او غړو سازمانونو څخه د مننې کولو تر څنګ، د کوویډ ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې بهیر د بریالیتوب په لاره کې د دې پروسې د غړو هیوادونو ګډه همکاري او همغږي اړینه وبلله.
ښاغلي ناب د افغانستان د سولې بهیر په تړاو د مشورتي لویې جرګې پریکړو ته په اشارې سره، د بندیانو آزادۍ او بشردوستانه اوربند، د اسیا زړه- استانبول پروسې د غړو هیوادونو او له دې بهیر څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر اړتیا او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو پر پیل ټینګار وکړ.
وروسته، د تاجکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم د کوویډ ۱۹ ویروس سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې بهیر د بریالیتوب په لاره کې د دې پروسې د ملاتړ کوونکو او غړو هیوادونو او سازمانونو د رول او ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې، او د افغانستان د سولې له بهیر څخه او د کوید ۱۹ ویروس سره د مبارزې په لاره کې یې د دې پروسې د ملاتړ کوونکو هیوادونو ملاتړ اړین او حیاتي وباله.
د دې ویډیویي غونډې په ترڅ کې، برخه والو د دې پروسې د اعتماد جوړونې د اووه ګونو تدابیرو په اړه هم ویناوې وکړې او د مېرمنو ظرفیتونو د پیاوړي کولو د اعتماد جوړونې تدبیر د ارزښت پر سر چې تر اوسه پورې وروستی شوی نه ده، ټینګار وکړ.
د غونډې په دوام، د اسیا زړه- استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکي ناستې د اجنډا په تړاو، د سیمې او نړۍ هیوادونو د ملاتړ په ځانګړې توګه د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې خبرو له پیل څخه د دې پروسې د ملاتړ کوونکو هیوادونو او غړو سازمانونو او د سولې له بهیر څخه د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د لاډیرې پیاوړتیا پر ارزښت، خبرې وکړې او خپل نظرونه یې سره شریک کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا