اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

مولانا فضل الرحمن:

ملا هبت الله له پاکستاني طا-لبانو وغوښتل چې د پاکستان پر وړاندې پر خپلې تګلارې له سره کتنه وکړي

دید خبری اژانس: د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په قندهار کښې له ملا هبت‌الله اخندزاده سره له کتنې وروسته له پاکستانی چارواکو سره په خبرو کښې له تحریک طا-لبان پاکستان څخه وغوښتل چې د پاکستان په وړاندې په خپله ستراتیژۍ له سره کتنه وکړی.

سرچینې ایکسپریس ټریبیون ته ویلي، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر د هبت الله اخندزاده پیغام له کابله په راستنېدو پاکستاني چارواکو ته وړاندې کړ.

د دغو سرچینو په وینا، د طا-لبانو مشر ملا هبت‌الله آخوندزاده ویلي، چې د تحریک طا-لبان پاکستان مشرتابه ته یې امر کړی، چې د پاکستان پر وړاندې پر خپلې تګلارې له سره کتنه وکړي او تاوتریخوالی کم کړي.

پاکستاني چارواکي د طا-لبانو د مشر پیغام ارزوي، خو لومړني غبرګونونه ښيي چې دوی راضي نه دي.

یوې سرچینې چې له دې پرمختګونو خبر دی ویلي چې د تحریک طا-لبان پاکستان پیغام به د تاوتریخوالي د کمولو لپاره کار ونه کړي.

سرچينې زياته کړه، چې موږ د دې ستونزې دايمي حل غواړو.

ملا فضل رحمان پاکستاني چارواکو ته دا هم ویلي چې د طا-لبانو حکومت په دې باور دی چې د پاکستاني طا-لبانو د هڅولو د ستونزې د حل یوازینۍ حل خبرې اترې دي.

هبت الله اخندزاده همداراز ټینګار وکړ چې دواړه لوري «مسلمانان» دي او «ټول مسلمانان وروڼه دي».

د همدې هدف لپاره ملا هبت الله اخندزاده فضل الرحمن ته ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې د خبرو د بیا پیلولو لپاره ښکېلو خواوو ته خپل «ښه دفترونه» ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا