اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

ایران په بغلان ولایت کې د شیعه ګانو پر جومات ترهګریز برید غندلی دی

د دید خبری آژانس: د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په پل خمري ښار کښې د امام زمان په جومات کښې د ترهه ګرۍ حمله چې په نتیجه کښې یې ګڼ شمېر لمونځ کوونکي مړه او ژوبل شول په کلکه وغندل.

ناصر کنعاني د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو ته یې د خدای تعالی له درباره د عاجلې روغتیا دعا وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په جومات کښې د لمونځ کونکو په نښه کول یو له ترهه ګرو جنایتونو څخه ګڼلی دی او د دې ښودنه کوی چې عاملین د اسلام له تعلیماتو څخه لرې دی.

د پلخمري په امام زمان جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده. د مردمی سرچینو په وینا، په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه کوم فرد یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو په تېرو دوو کلونو کې د داعش ترهګرې ډلې معمولاً د شیعه ګانو پر وړاندې د دغو خونړیو پېښو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا