اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

طا-لبان: په کارته سخي کې مو یو کور محاصره کړ

ډید خبري اژانس: د کابل لپاره د طا-لبانو امنیه قومانداني د دغه ښار په کارته سخي کې د جګړې له تایید وروسته وايي، چې یو کور یې کلابند کړی دی.

طا لبان: په کارته سخي کې مو یو کور محاصره کړ

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، طا-لبانو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د کارته سخي په امنیتي برج کې له یوه کور څخه ډزې کړې دي.
ځدراڼ وايي، کور یې تر محاصرې لاندې دی او د پاکولو عملیات روان دي.
نوموړي د دې جګړې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه جزئیات ورنه کړل. د طا-لبانو د دې عملیاتو موخه څرګنده نه ده.
د سیمې اوسېدونکو نن (د اسد ۱۲مه) له غرمې مخکې د کارته سخي په سیمه کې د ډزو اوازونو په اړه د کابل درېیمې ناحیې ته خبر ورکړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا