اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

ازادي جبهه په کابل کې د طا-لبانو پر ځواکونو د برید ادعا وکړه

دید خبری آژانس: د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم یوې جبهې یوه ویډیو خپره کړې چې ادعا یې کړې ده چې په کابل ښار کې یې پنځه طا-لبان په نښه کړی دی. د کابل امنیتي ارګانونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ازادۍ جبهې د طا-لبانو پر غړو د خپل برید د ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې «تیر ماښام ۶:۴۰ بجې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د کمپنی په سیمه کې د طا-لبانو د نظامي ځواکونو پوسته د آزادۍ جنګیالیو په نښه کړه».

دغه جبهه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې درې طا-لبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

طا-لبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ازادۍ جبهې تر دې مخکې هم څو ځلې ادعا کړې چې د کابل ښار او نورو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې یې طا-لبان په نښه کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا