اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ملا یعقوب واليانو ته: هیڅ چارواکي حق نه‌لري چې د «تصفیې کمیسیون» په چارو کې مداخله وکړي

دید خبری آژانس: په افغانستان او سیمه کې د داعش د بریدونو زیاتوالی سره، د سرپرست دفاع وزیر واليانو ته په یوه رسمي لیک کې ویلي چې هیڅ چارواکی حق نلري چې د «تصفيې کمیسیون» په چارو کې مداخله وکړي.

ملا یعقوب مجاهد د تصفیې د کمیسیون مشر هم دی. د سرپرست حکومت په نویو شرایطو سره د خپلو ځواکونو ترمنځ د تصفیې بهیر بیا پیل کړی دی.

په هغه رسمي مکتوب کې چې پرون (شنبه، د ورې ۱۱مه) د ملا یعقوب په لاسلیک سره صادر شوی، راغلي چې په ټولو ولایتونو کې د لیکو د تصفیې کمیسیون په خپلو کارونو کې خپلواک دی.

د دې مکتوب په متن کې لیدل کېږي چې د هر ولایت مرستیال والي په هغه ولایت کې د تصفیې د کمیسیون مشري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنېدو سره سم د لطیف‌الله حکیمي په مشرۍ د تصفيې کمیسیون جوړ شو. د دې کمیسیون دنده دا ده چې د جنګیالیو صفونه له «استفاده‌جو کسانو» پاک کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا