اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د پاکستان استازي طا-لبانو ته د امنیت د برابرولو مبارکي ورکړه

دید خبری اژانس: دبهرنيو چارو دوزارت وياند د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني سره ليدنې ته په اشارې سره وويل چې دراني متقي ته دهېواد دثبات او امنيت دتامينولو له امله مبارکي وويله.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په څو ټویټونو کې ویلي چې متقي د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې د دواړو لورو سیاسي او اقتصادي اړیکې به لا پراختیا ومومي.

ده وويل چې په دې اړه ګډ کار ته اړتيا ده.

د بلخي په وینا، د طا-لبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې په افغانستان کې د سولې له راتګ سره د پاکستان او افغانستان د اقتصاد د ودې، د پروژو د پیل او د سوداګرۍ د زیاتوالي فرصت راغلی دی.

متقي زياته کړه: افغانان هيڅکله هيچا ته زيان نه رسوي، موږ اجازه نه ورکوو چې خپله خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي او تل هڅه کوو چې په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړو.

بلخي د دراني له قوله لیکلي: له څلورو لسیزو جګړو او ستونزو وروسته د ثبات او ملي امنیت له امله تاسو ته مبارکي وایم.

دراني دا هم وويل، چې د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا لپاره کار کوي او په سوداګريزه برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي.

دراني ویلي چې سیمه ییزه سوله د ټولو په ګټه ده او پاکستان د امنیت په برخه کې همکاري کوي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د جلال آباد-تورخم لارې د بیارغونې او د افغان مسافرو او ناروغانو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې به همکاري کوي.

متقي همداراز په پاکستان کې د افغان بندیانو او د سوداګرو د مالونو د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

پاکستان طا-لبان تورن کړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې خپله ژمنه مات کړې او ویلي یې دي چې دغې ډلې پاکستاني طا-لبانو ته پناه ورکړې ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په افغانستان کې د طا-لبانو له نفوذ وروسته په پاکستان کې د پاکستاني طا-لبانو بریدونه زیات شوي دي.

خو په کابل کې طا-لبان د پاکستاني چارواکو دغه ادعا ردوي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې درانی د تحریک طا-لبان پاکستان په اړه له څرګند پیغام سره کابل ته تللی، خو د هغه د سفر د اجنډا په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا