افغانستانروستي خبرونهسیاست

له ایران سره سرحدي شخړه؛ د طا-لبانو یوه غړی ووژل شو

دید خبری آژانس: له نیمروز څخه راپورونه وایی چې د طا-لبانو او ایرانی پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. طا-لب چارواکو د خپل يوه سرتېري وژل کېدل تاييد کړي دي.

له ایران سره سرحدي شخړه؛ د طا-لبانو یوه غړی ووژل شو

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نښته د يکشنبې په ورځ (د اسد ٩مه) له غرمې وروسته د نيمروز ولايت د کنګ ولسوالۍ په درويشوک سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه تاییدوي، چې د طا-لبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې یو طا-لب وژل شوی دی.
په نيمروز کې د طا-لبانو سرحدي قوماندان وايي چې دغه جګړه د ايراني سرحدي ځواکونو له خوا پيل شوې ده.
په نيمروز کې د طا-لبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې د ايران سرحدي ځواکونو د کنګ ولسوالۍ په درويشوک سيمه کې د طا-لبانو پر سرحدي ځواکونو ډزې کړې دي.
د خبر له مخې ایراني ځواکونو بیا سیمه د سپکو او درنو وسلو تر ډزو لاندې نیولې او په پایله کې یې یو طا-لب وژل شوی او بل ټپي دی.
په نيمروز کې د طا-لبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، چې د دې ډلې ځواکونو د ايراني پوځيانو د دغه بريد په اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى او دا پېښه يې له مرکز سره شريکه کړې، څو د دا ډول پېښو مخه ونيول شي.
له بلې خوا د ایران فارس خبري اژانس د ایراني چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې یو ساعت وړاندې د هیرمند په شاګلک سیمه کې د ایراني ځواکونو او طا-لبانو ترمنځ نښته شوې ده.
د ایران د هیرمند والي ویلي دي چې دا شخړه وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې طا-لبانو پر پوله باندې برید وکړ.
له دې وړاندې هم د نیمروز ولایت په سرحدي سیمو کې د طا-لبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښتې شوې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا