اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کاظمي قمي ایران ته د افغانانو د زیاتې کډوالۍ لامل امریکا وبلله

ډید خبري اژانس: په افغانستان کې د ایران ځانګړی استازی او سفیر وايي، ایران ته د افغانانو د پراخې کډوالۍ لامل امریکا ده.

حسن کاظمي قمي وايي، په دغه هېواد کې تر شپږ میلیونه ډېر افغان کډوال ژوند کوي.

قمي دغه څرګندونې له دانشجو خبري اژانس سره په مرکه کې کړې چې د شنبې په ورځ (د کب ۵ مه) خپره شوه.

هغه ایران ته د افغانانو د مهاجرت لامل امریکا وبلله او زیاته یې کړه: موږ باید په افغانستان کې داسې شرایط رامنځ ته کړو چې د دغو مهاجرینو له ډلې څخه یو شمېر یې خپل هېواد ته ستانه شي.

قمي زیاته کړه: د افغانستان د متخصصو او کاري ځواک یوه مهمه برخه زموږ په هیواد کې شتون لري او هغه افغان متخصصان چې په ایران کې یې زده کړې کړي دي کولای شي بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

له دوو کلونو راهیسې د هېواد اتباع هره ورځ له قانوني او غیر قانوني لارو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته ځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا