اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

طالبانو په تیره یوه اوونۍ کې ۱۴۷ ولسي وګړو ټه مرګ ژوبله اړولې

وسله والو طالبانو په تیره یوه اوونۍ کې، د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۲ ولسي وګړي شهیدان او ۱۰۵ نور یې ټپیان کړي دي.

وسله والو طالبانو په تیره یوه اوونۍ کې، د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۲ ولسي وګړي شهیدان او ۱۰۵ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه ولسي وګړي په داسې حال کې وژل کیږي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمیدو ته ژمنه کړې وو خو پرته له ځنډه د افغان مسلمانو او بي ګناه خلکو وژلو او د هغوی پر وړاندې جنایتونو ته دوام ورکوي.
د یادو شویو ولسي مرګ ژوبلې او زیانو زیات شمیر یې د سړک غاړې ماینونه، مخامخو جګړو او د طالبانو له لوري په قصدي توګه د ملکي خلکو هدف ګرځولو له امله تر سره شوي دي. دغه ډله عامه تاسیسات هم د جنګي سپر په توګه کاروي
د ولسي وګړو هدف ګرځول د ټولو بشري، دیني، مذهبي او جنګي ارزښتونو او قواعدو خلاف دی چې دغه ډله په دوامداره توګه ترسره کوي یې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا