اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

ډید خبري اژانس: ټاکل شوې د افغانستان په اړه یوه غونډه د سه شنبې په ورځ (۴ میزان) د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې جوړه شي.

په دې غونډه کې چې د کابل پر وخت ماښام مهال جوړېږي، ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې په دې غونډه کې به پر کومو مسایلو خبرې وشي، خو په دې غونډه کې به د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په اړه چې ښايي د ژمي له رارسېدو سره به یې وضعیت خراب شي، بحث وشي.

ډیری تمه لري چې په افغانستان کې د «جنسي توپیر» موضوع چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړې په برخه کې د سختو محدودیتونو له امله رامنځته کیږي، په دې غونډه کې راپورته شي.

افغان ښځې او نجونې له څو اوونیو راهیسې هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له خوا «جنسي توپیر» په رسمیت وپېژندل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا