اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ایران د بهرنیو وزیر یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

ډید خبري اژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، د افغانستان د سیاسي ننګونو یوازینۍ حل لاره د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي.

هغه زیاته کړه، ټول شموله حکومت د افغاني ټولنې د ټولو طبقو په شتون سره کولای شي په دغه هېواد کې د سیاسي ثبات لامل شي.

ښاغلي امیر عبداللهیان دا خبره له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که څه هم طا-لبان په افغانستان کې یو واقعیت دی، خو تهران هغوی د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پیژني.

په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو د ایران ټینګار په دې وروستیو کې د طا-لب چارواکو له غبرګون سره مخ شوی دی.

په تر ټولو بد حالت کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په طنزیه انداز کې وویل، هغه هېوادونه چې موږ ته ټول شموله حکومت وړاندیز کوي، ایا دوی پخپله داسې حکومت جوړ کړی دی؟

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا