اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

د قطر او ازبکستان چارواکو د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د پروژې په اړه خبرې وکړې

دید خبري آژانس: د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوي د ازبکستان له ولسمشر سره په دوحه کې د همکاریو او د افغانستان د ټرانسپورټ د پروژې د کار په اړه خبرې کړې دي.

د ازبکستان د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر دې پروژې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په مشرۍ له قطري پلاوي سره د کتنې پر مهال خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ او اقتصاد، پانګونې، ترانسپورت او مخابراتو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د متقابلې سوداګرۍ او پانګونې د متحرک ودې په اړه هم خبرې وکړې.

دواړو لورو د ګډې پانګونې د پروژو د هڅولو او ژر تر ژره د مالي ملاتړ لپاره د اغېزمن میکانیزم پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

دواړو خواوو په منځني ختیځ کې د وضعیت د لا ترینګلتیا په ګډون پر سیمه ییزو مسایلو هم خبرې وکړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا