اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

په پاکستان کې د ولسمشر او لومړي وزیر په یوه هوکړه کې ټاکل شوې

دید خبري آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري او د پاکستان پخواني لومړي وزیر شهباز شریف په یوه ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې دوی د ایتلافي حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده. د دې هوکړې پر بنسټ اصف علي زرداري ولسمشر او شهباز شریف د اسلام اباد لومړی وزیر شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د پیپلز ګوند یو مشر بلاول بوټو زرداري او د پاکستان پخواني لومړي وزیر شهباز شریف پرون ناوخته په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې دوی د سولې په اړه د ایتلافي حکومت جوړول یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

بلاول بوټو وویل چې د دې هوکړې له مخې به د پاکستان په پارلمان کې د پیپلز ګوند او مسلم لیګ ګوند چې تر ټولو زیاتې څوکۍ لري راتلونکی حکومت جوړوي.

د دې هوکړې له مخې به شهباز شریف د لومړي وزیر څوکۍ ترلاسه کړي او اصف علي زرداري به د پاکستان راتلونکی ولسمشر شي.

دا موافقه له لسو ورځو سختو خبرو اترو وروسته وشوه.

بل خوا د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د ټاکنو کمېسیون د مشر د استعفا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ټاکنو کمېسیون رڼې او عادلانه ټاکنې نه شي ترسره کولای.

په ورته وخت کې د دغه هېواد له ځینو سیمو د مظاهرو راپورونه خپاره شوي دي.

باید یادونه وشي چې د پاکستان پارلماني ټاکنې له ګڼو امنیتي او شفافو ننګونو سره مخ شوې او د دغه هېواد یو شمېر لوړ پوړو ټاکنیزو چارواکو د رایو په بیا شمېرنه او د ټاکنو د پایلو له اعلان ډېر وخت مخکې د فساد او پراخو درغلیو ادعاوې وکړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا