اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

په کابل کې د یو ټن دبرو سکرو بیه په ۹ زره افغانۍ تعیین شوه

دید خبري آژانس: طا-لبانو په کابل کې د یوه ټن دبرو سکرو بیه ۹ زره افغانۍ ټاکلې ده.

د اقتصادي کمېسیون د مشر ملا عبدالغني برادر دفتر نن (د لړم ۷ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ به د کابل ښار په څلورو خواوو کې ۴۰۰ زره ټنه سکاره ووېشل شي.

د ملا برادر د دفتر د معلوماتو له مخې، په بازار کې د ډبرو سکرو د نرخ او د هغې د وېش څارنه د کابل ښاروالۍ له خوا کېږي.

د طا-لبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مایع ګازو د بیو د کنټرول لپاره د خصوصي سکټور او د نفتو او ګازو له دولتي شرکت سره په همغږۍ یوه کمیټه ټاکل شوې ده.

د ویلو ده چې د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو د زیاتوالي له امله به د دغه هیواد په کورني بازار کې د ډبرو سکرو بیه لوړه شي.

په ځينو ولايتونو کې د ډبرو سکرو بيه د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره شوې ده.

د مایع ګاز بیه هم په وروستیو میاشتو کې په ډراماتیک ډول لوړه شوې ده. خو په دې وروستيو کې د ګازو د وارداتو له زياتوالي سره د هغې بيه يو څه راټيټه شوې ده.

د ګازو او ډبرو سکرو بیه هر کال په سړه موسم کې لوړیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا