افغانستانروستي خبرونهسیاست

حکومت د سولې لپاره سخت خطرونه ومنل

نوید احمد څرک
دا پوښتنه باید تراوسه د ټولو د حل وي چې افغان حکومت د سولې لپاره څه وکړل او طالبانو څه وکړل؟
دا ښکاره ده چې افغان حکومت د سولې لپاره خپله اراده ښودلې او ټول ولس ته لکه د لمر ډاګیزه ده.

لومړی اوربند د سولې لپاره افغان حکومت وکړ.
لومړی بې قید او شرطه وړاندیز افغان حکومت وکړ.
لومړی د سولې لویه جرګه افغان حکومت راوغوښته.
لومړی ۵۰۰۰ طالب زندانیان افغان حکومت د سولې د ښه نیت لپاره خوشې کړل.
د طالبانو تر ټولو خطرناک بندیان د ولس په غوښتنه افغان حکومت خوشې کړل چې ګوندې طالبان سوله وکړي.
مذاکراتي ټیم یې وټاکه چې له طالبانو سره خبرې وکړي او یو دایمي اوربند او سولې ته ورسیږي.
خو طالبانو د دې هر څه مقابل کې څه وکړل؟
طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی
ښارونو کې یې چاودنې زیاتې کړې
مخامخ جګړه یې زیاته کړه
هدفي وژنې او ماینونه یې زیات کړل.
طالبانو یواځې یو کار کړی چې افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته ناست شوي او دا خبرې هم د یو شمېر هېوادونو د فشارونو په پایله کې پيل شوي، نه د افغان ولس په غوښتنه.
طالبان هیڅ د بیلګې په ډول نه شي وړاندې کولی چې د سولې پروسې د بریا لپاره یې کړي وي.
نیویارک ټایمز او بی بي سي داسې راپورونه ورکړی و چې ګنې افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني د سولې پروسې مخالف دی او هڅه یې دا ده چې دا پروسه وځنډوي او یا یې د بریا مخه ونیسي.
طالبانو چې له امریکا سره هوکړه کې یې د تاوتریخوالي د کمیدو ژمنه کړې وه، د هغه وخت په پرتله یې تاوتریخوالی ډیر زیات کړی، خو په دومره توپيري چې د جګړې او چاودنو مسئولیت ډیر کله نه اخلي.
دا ټولو ته ښکاره ده چې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره حکومت زیات انعطاف وښود، خو طالبان و چې هیڅ ډول باندې سولې لپاره ښه نیت و نه ښوده.
سولې ته تیرو دوه کلونو کې حکومت پوره چمتووالی نیولی و او عملي ګامونه یې اخیستي، هغه سوله چې باعزته او دوامداره وي.
طالبان دي چې هرکله یې د تاوتریخوالي د کمیدو او اوربند غږ ته ځواب نه دی ویلی او د سولې انرژي هم په جګړه مصرف کوي چې خلک یې په دې پروسه بې باوره کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا