اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د امنیت شورا غونډه د تړلو دروازو تر شا د افغان ښځو په اړه جوړه شوه

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د ښځو د نظریاتو تر عنوان لاندې پټه غونډه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د سویس استازې په دې وروستیو کې په اکس کې لیکلي چې د دغه هېواد په مشرۍ د امنیت شورا د ښځو په اړه د نظر په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه.

دا غونډه د سویس او جاپان په ګډه کوربه توب کوي.

په دې غونډه کې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي او پخوانۍ ډیپلوماټ اصیلا وردګ هم حضور درلود.

سویس ویلي چې د دغه هېواد په راتلونکي کې به د افغان مېرمنو د بشپړ، مساوي، با معنی او خوندي ګډون ملاتړ ته دوام ورکړي.

ویل کیږي، چې د دغه سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي سینیرلیوغلو د امنیت شورا ته د راپور له وړاندې کولو وروسته دا د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا دریمه غونډه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا