اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مسکو: د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د طا-لبانو د نوم د ایستلو په اړه څیړنې کیږي

دید خبري آژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طا-لبانو د نوم د ایستلو موضوع څېړي.

د تاس په وینا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبه، د حمل ۱۳مه) وویل چې د ترهګرو سازمان په توګه د طا-لبانو د ډلې د دریځ د لغوه کولو په اړه د بهرنیو چارو په وزارت، عدلیې وزارت او نورو متخصصینو د روسیې بنسټونه کې تر غور لاندې دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: وروستي پریکړه به د هیواد لوړپوړي سیاسي مشرتابه وکړي.

روسیه دا مهال طا-لبان په هغه هېواد کې یوه منع شوې ډله بولي.

خو په دې دوو کلونو کې روسیې له طا-لبانو سره نږدې اړیکې لرلې.

اوس مهال طا-لبان په مسکو کې سفارت لري او په کابل کې د روسیې سفارت هم فعال دی.

تاس خبري آژانس د افغانستان په چارو کې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي، چې طا-لبانو ته بلنه ورکړل شوې چې د روسیې او اسلامي نړۍ په غونډه کې چې د «کازان فورم» په نوم یادیږي، ګډون وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا