اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهټولنه

یونیسف: د شیدو ورکونکو میندو د ملاتړ لپاره د مشاورینو او ښځینه کارمندانو کار اړین دی

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې د شیدو ورکوونکو میندو د ملاتړ او د هغوی د تغذیې لپاره د دې ادارې د سلاکارانو او ښځینه کارکوونکو کار اړین دی.

په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې د څانګې مشرې میلاني ګالواني د «مور د شیدو ورکولو اونۍ» په مناسبت په یوه ټویټ کې د حاد خوارځواکۍ د مخنیوي پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، هرڅومره چې میندې وکولای شي خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي، د حاد خوارځواکۍ د مخنیوي چانس به زیات شي.

د یونیسف په وینا په افغانستان کې یوازې ۶۳ سلنه ماشومان د خپل ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور له شیدو تغذیه کیږي.

دا سازمان ټینګار کوي چې ماشومانو ته باید د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور شیدې ورکړل شي.

د اګست لومړۍ اوه ورځې د مور د شیدو د اونۍ په نوم نومول شوې او په دې برخه کې یونیسف، د روغتیا نړیوال سازمان او نورې نړیوالې ادارې چې په دې برخه کې فعالې دي، ماشومانو ته د مور د شیدو د تغذیې پر اهمیت او د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوي کې د هغې پر رول ټینګار کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا