اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستنړۍ

د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره د کرزي د خبرو تمرکز د افغانستان پر وضعیت دی

دید خبري آژانس: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د وضعیت او بین الافغاني خبرو په اړه سلامشورې کړې دي.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالنا بائربوک سره د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد پر روانو حالاتو او نورو مسایلو خبرې وکړې.

کرزي په ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه ویډیويي کنفرانس کې پخواني ولسمشر له افغانستان سره په تېرو دوو کلونو کې د جرمني د مرستو د ستاینې ترڅنګ له افغانانو سره د دغه هېواد د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

کرزي د نجونو د زده کړې او کار ته د ښځو د راستنېدو په برخه کې د مېرمن بائربوک هڅې وستایلې او د نجونو زده کړه یې د هېواد د روښانه او هوسا راتلونکې لپاره مهمه وبلله.

په دغه ویډیو کنفرانس کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د لارو چارو په ځانګړي ډول د بین الافغاني خبرو د اهمیت په اړه هم نظرونه تبادله شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا