اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د داعش د رهبر ابوبکر بغدادي د وژل کېدو په اړه د ارګ مطبوعاتي اعلامیه

د داعش رهبر ابوبکر بغدادي په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د داعش رهبر ابوبکر بغدادي په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د دید خبری آژانس په رپوت، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له یادو عملیاتو د هرکلي ترڅنګ، تروریزم د بشریت دښمن ګڼي چې سرحد نه پېژني او د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی او د ابوبکر بغدادي وژنه چې د تروریستي ډلو د خطرناکو رهبرانو څخه وو، داعش ډلې ته ستره ضربه بولي.
دا چې د تروریزم شومه پدیده له کلونو راهیسي زموږ له ولسونو قرباني اخلي، د تروریستي ډلو د رهبرانو په ځانګړي ډول د داعش د رهبر ابوبکر بغدادي وژل، نه یواځې د تروریستي بریدونو د کموالي او د افغانستان د امنیت د تامین لپاره مهم دي، بلکې د سیمې او نړۍ پر امنیت او ثبات هم مثبت اغېز لري.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر دې باور لري چې د تروریزم شومې پدیدې سره د مبارزې په خاطر د نړۍ د ټولو هیوادونو د همکارۍ ترڅنګ د تروریزم له شر څخه د خلاصون یواځينۍ لار، د دغه راز چټکو او په موقع عملیاتو ترسره کول دي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا