اسلایدشواقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

اسراييلي رژيم په غزه کې تر ۱۸ ملياردو ډالرو زيات زيان اړولی دی

دید خبری آژانس د خبر له مخې: نړیوال بانک او ملګرو ملتو موندلې چې پر غزې د اسرائیلو د یرغل په لومړیو څلورو میاشتو کښې د دغې سیمې زیربنا ته ۱۸.۵ ملیارده ډالره تاوان رسیدلی دی.

د دې اټکل له مخې، دا اندازه په ۲۰۲۲ کې د لویدیځې غاړې او غزې د ناخالص کورني تولید ۹۷٪ سره مساوي ده.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې پر غزې د اسراییلو د بریدونو په پایله کې ۲۶ میلیونه ټنه کثافات رامنځته شوي، چې پاکول به یې کلونه وخت ونیسي.

نړیوال بانک په یوه بیان کې لیکلي چې په سلو کې ۷۲ کورونو ته او ۱۹ سلنه دولتي تاسیساتو لکه ښوونځیو، روغتونونو او د اوبو رسولو زیربنا ته زیان رسېدلی دی.

د دغه راپور له مخې اوس مهال په غزه کې تر یو میلیون ډېر وګړي کور نه لري او ۷۵ سلنه وګړي یې بې ځایه شوي دي. همدارنګه، اټکل ښیي چې د غزې نیمایي نفوس د قحطۍ په څنډه کې دی او ټول یې د سخت خوراکي خوندیتوب او خوارځواکۍ سره مخ دي.

په ټوله غزه کې شاوخوا ۲٫۳ میلیونه خلک ژوند کوي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۳۲ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا