اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

د کورونا ویروس پېښې په هېواد کې لاهم مخ پر زیاتېدو دي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن په یوه خبري کنفرانس کې په هېواد کې د روغتیایي وضعیت او د کورونا ویروس د خپرېدو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د عامې روغتیا وزارت د ارزونو پر اساس د کورونا ویروس لاهم مخ په ډېرېدو دی.


د دید خبر ی آژانس په رپوت، د عامې روغتیا وزارت سرپرست د وقایوي پیغامونو عملي کول د کورونا ویروس د مخنیوي ترټولو غوره لاره وبلله او له هېواد والو یې وغوښتل چې د ماسک په اغوستلو، د ټولنیز واټن ساتلو، په مکرر ډول د لاسونو مینځلو او د ګڼې ګوڼې ځایونو کې له ګډون څخه په ډډه کولو سره د دې ویروس پر وړاندې ځان خوندي کړﺉ.
ډاکتر مجروح، د قصبې، افغان – جاپان، محمد علي جناح روغتونونو کې د بسترونو د شمېر پر زیاتوالي او د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د نصب، روغتیایي کار کوونکو د روزنې او په روغتیایي مرکزونو کې د اړینو تجهیزات د چمتو کولو لپاره د عامې روغتیا وزارت د ترسره شوي اقدامات یادونه وکړه او ویې ویل چې د هېواد روغتیایي وضعیت د دولت د مشرتابه په غوڅ ملاتړ سره مدیریت کېږي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د اکسیجن د کمښت د له منځه وړلو لپاره د دې وزارت د هڅو په اړه څرګنده کړه او زیاته یې کړه: چې ٤٥٠٠ بالونه اکسیجن له ایران هېواد څخه پېرودل شوي او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر به هېواد ته را ورسېږي، همدارنګه ازبکستان هېواد د یو هوکړه لیک له مخې هره ورځ شاوخوا ٣٠٠ بالونه اکسیجن افغانستان ته استوي او په پام کې ده چې د هېواد په لسو ولایتونو کې د غزني او ډایکندي پرته چې هلته دمخه د اکسیجن د تولید دستګاه وې فعاله شوې وې په نورو ولایتونو کې به د اکسیجن د تولید دستګاه نصب شي.
ډاکتر مجروح، د کورونا واکسین تطبیق ته په اشارې سره وویل چې د واکسین د تطبیق پروسه له یوې اونۍ ځنډ وروسته بیا پیل شوې او دا واکسین د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوب او د روغتیا نړیوال سازمان د لارښوونو پرۍاساس د خطر سره مخ خلکو (روغتیایي کارکوونکي، نظامیان، ښوونکي، هغه وګړي چې عمرونه یې له پنځوسو کلونو ډېر وي او یا مزمنې/اوږد مهاله ناروغۍ) ولري تطبیق کېږي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې سربېره پردې موږ د متحده ایالاتو، کاناډا، ډنمارک او قطر هېوادونو څخه د واکسین په ترلاسه کولو کې د مرستې غوښتنه کړې چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت دا موضوع په جدي ډول سره تعقیبوي.
هغه همدارنګه د ښوونیزو مرکزونو، د ودونو تالارونو، حمامونه، ورزشي کلپونو او د لامبو حوضونو تړل په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره یو اغېزمن اقدام وباله.
ډاکترمجروح د هېواد اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د کورونا ویروس د کنټرول او روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ټول اړین اقدامات تر لاس لاندې نیولي او په دې برخه کې به هېڅ ډول ځنډ را نشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا