اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهټولنه

د وردګو کې دوه نارینه او یوه ښځه د عامو خلکو په حضور وهل شوې

دید خبری آژانس: په میدان وردګو ولایت کې له کوره د تېښتې په جرم د دوو نارینه او یوې ښځې په ګډون درې تنه په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.

د طا-لبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د سرطان په ۱۵مه) د غازي امان الله خان په سپورتي لوبغالي کې د دغو کسانو د «شرعی حد» سزا اعلان کړه.

د دې سزا د تطبیق پر مهال یو شمېر طا-لب چارواکي او د سیمې اوسېدونکو حضور درلود.

د سرچینې په وینا، طا-لبانو هر یوه ته ۳۹ دُرې ورکړې.

له ملي او نړیوالو غندنې سره سره، طا-لبانو په افغانستان کې د وهلو ټکولو او «قصاص» ته دوام ورکړی دی.

د سرطان د میاشتې په لومړیو کې په پکتیکا کې یو سړی د واده د نه لرلو په جرم په عام محضر کې ووهل شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا