اسلایدشوافغانستانسیاستشننه

مسلمیار؛ له داعش سره یې ملګرتوب او پر ائتلاف یې نیوکې!

په انقره کې د یو لړ حکومتي چارواکیو موضع ګیري او د یوه نوي سیاسي ائتلاف رامنځ ته کېدل، د هېواد په سیاسي چاپېریال کې بېلابېل سیاسي غبرګونونه، مخالفتونه او موافقتونه درلودل. عطا محمد نور، جنرال دوستم او محمد محقق دري محوري او درانه شخصیتونه دي، چې ددې ائتلاف مشران دي . دوی د افغانستان په قومي جغرافیا کې ډېر پلویان لري .

دې ولسي ډېر پلوه شخصیتونو د ((ائتلاف برای نجات افغانستان)) په نامه یو ائتلاف رامنځ ته کړی او د هغوی د وینا له مخې، مطلب یې د ولسمشر د یکه تازیو او د ارګ د ځانګړې کړۍ پای ته رسول دي. د ائتلاف مشرانوددې یون رامنځ ته کول، د نظام له ړنګېدو مخنیوی یاد کړی دی او ویلي یې دي، چې د هېواد روانو حالاتو ته د پای ټکي ايښوولو لپاره داسې یو اقدام اړین و.

ددې سیاسي جریان تر رامنځ ته کېدو روسته، یو لړ غبرګونونه او موضع ګیریانې شوې دي. په لومړي ګام کې جمهوري ریاست غبرګون وښود. د جمهوري ریاست ارګ وغوښتل، چې په نظام کې داخل وګړي دې مسوولانه چلن ولري او د ائتلاف له مشرانو یې وغوښتل، چې که د هېواد اوسنیو حالاتو د ښه کولو لپاره کوم طرحه لري؛ نو له حکومت سره دې یې شریکه کړي.

بلخوا د ولسي غړیو هم بېلابېل غبرګونونه درلودل؛ ځینې یې د نظام د پیاوړتیا او د اصلاحاتو راوستو ته اړین بولي او ځینې یې د شخصي غوښتنو په پار بولي.

فضل هادي مسلمیار، د مشرانو جرګې رییس هم ددې ائتلاف پر جوړېدو غبرګون وښود او ددې ائتلاف رامنځ ته کېدل یې له شرمه ډک او خواشینوونکی وباله او همداراز یې له حکومتي منصبونو د عطا محمد نور، دوستم او محقق د ګوښه کېدو غوښتونکی شو.

په یوه سیاسي عرف کې هم نشته، جې د مشرانو جرګې رییس د جمهوري ریاست د معاون د استعفا فراخوان ورکړي؛ خو د هغه بې ځایه غبرګونونه په داسې حال مطرحېږي، چې په خپله هم پرې خورا درنې نیوکې دي او خبره داسې ده، چې طالبانو یوه خواله بربنډه کړه، چې ښيي، چې مسلمیار له داعش ډلې سره اړیکه لري. طالبانو یوه ويډیو خپره کړه، چې د داعش یوه غړی منښته کوي، چې مسلمیار ورسره اړیکه لري. دا داعشي غړی، چې د طالبانو په بند کې دی، په خپله اعتراف کوي، چې مسلمیار له هغه او په جلال آباد کې د هغه د دفتر له څو نورو غړیو سره لیدنې کتنې کړې دي. د داعش غړی ان وايي، چې مسلمیار ترې مالي او نظامي ملاتړ هم کړی دی او ویلي یې دي، چې مسلمیار خپل یو نږدې کس ته دنده ورکړې ده، چې له داعش سره مالي او نظامي مرستې وکړي.

که څه په دې تور مسلمیار چوپیتا غوره کړه او غبرګون یې پرې و نه ښود؛ خو له ترهګرو سره په نظام کې د دننه شخصیتونو همکاري یوه هغه مسله ده، چې تل د هېواد په سیاسي ټولنو کې مطرح وه. او په همدې لړ کې وو، چې حاجي ظاهر قدیر پروس کال په نظام کې دنننه شخصیتونه له داعش سره په همکارۍ تورن کړل.

نو ډېره په زړه پورې ده، چې یو کس چې په خپله له ترهګرو سره په ملاتړ تورن او د هېواد د بحران په رامنځ ته کېدو کې تورن دی؛ نو څنګه وارخطا کېږي او یو ائتلاف تر پوښتنې لاندې راولي، چې دا ائتلاف د نظام د را پرځولو نیت لري، حال داچې د حکوت د حالاتو ښه کېدو ته رامنځ ته شوی دی.

امین نویسا – خبرگزاری دید

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا