اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

امریکا: طا-لبان پیسې ټولوي، خو لګښتونه یې نه دي روښانه

دید خبری آژانس: د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې په یوه راپور کې ویلی چې طا-لبانو د ملګرو ملتونو د مرستو د ویش په څانګه کې «په اغیزمنه توګه» نفوذ کړی دی.

د دغه راپور له مخې، طا-لبان نړیوالو مرستو ته د یوې عایداتي سرچینې په سترګه ګوري او له همدې امله غواړي پر دې ډېر انحصار او کنټرول ولري.

دغه راپور چې یوه کاپي یې فارن پالیسي هم ترلاسه کړې، دا تاییدوي چې طا-لبان په سیستماتیک ډول د مرستو په ویش کې لاسوهنه کوي او دا کار په افغانستان کې د مرستو په تخصیص کې د ملګرو ملتونو د ادارو د شتون او خپلواکۍ په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

د راپور له مخې، چې د امریکا د حکومت لپاره چمتو شوی او تر اوسه نه دی خپور شوی، طا-لبانو د ملګرو ملتونو په ادارو کې د پام وړ نفوذ کړی دی.

د دې امریکايي خپرونې په وینا، که څه هم طا-لبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له خیریه موسسو او نړیوالو مرستو ناوړه ګټه پورته کړه، خو د واک له بېرته تر لاسه کولو وروسته دا تګلاره نوره هم مهمه شوې ده.

په راپور کې راغلي: طا-لبان په ښکاره ډول عواید ترلاسه کوي، خو دا لا څرګنده نه ده چې دوی یې په څه مصرفوي.

راپور اټکل کړی چې د طا-لبانو شاوخوا ۴۰ سلنه بودیجه امنیتي سکتور ته ځانګړې شوې ده، ځکه پخواني پوځي قومندانان چې د طا-لبانو پر سرتېرو کنټرول لري، د دغې ډلې د واک د ساتلو یوه مهمه حوزه ده.

دغه راپور د افغانستان له بشري ناورین سره د مقابلې لپاره د پیسو په راټولولو کې د بسپنه ورکوونکو لېوالتیا د «پوهېدو وړ» بللې، ځکه چې په دغو مرستو کې د طا-لبانو لاسوهنه ده.

د دې راپور له مخې، نادولتي موسسې اړ دي چې د طا-لبانو د استخباراتو د ریاست تر کنټرول لاندې وزارتونو سره د تفاهم یادداشتونه لاسلیک کړي.

باید وویل شي، چې څه موده وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش هم تایید کړې وه، چې طا-لبانو د ملګرو ملتونو په ادارو کې نفوذ کړی او دا کار نړۍ ته ګواښ دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا