اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

د طا-لبانو د امر بالمعروف وزارت د «جبري ودونو» په اړه د تحقیقاتو د پیل اعلان وکړ

دید خبری آژانس: د امر بالمعروف وزارت وايي چې په هیواد کې جبري ودونه زیات شوي او دغه وزارت په دې اړه څیړنې پیل کړي دي.

د طا-لبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، د «جبري ودونو» په اړه د شکایتونو د ثبتولو پېښې زیاتې شوي او په دې برخه کې څېړنې پیل شوې دي.

د طا-لبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي، د اجباري ودونو د قضیو د تعقیب په اړه پرېکړه په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه په کابل او ننګرهار کې د شکایتونو د زیاتوالي له امله شوې ده.

پخوا په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د اجباري ودونو راپورونه خپاره شوي وو، په تېره بیا د طا-لبانو له واک ته رسېدو وروسته.

د ځايي خلکو په وينا، د طا-لبانو زورواکي په زور او ګواښونو سره د کم عمره ځايي نجونو واده کوي.

د طا-لبانو مشر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې د ښځو او نجونو حقونه د شریعت له مخې ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د سختو بنديزونو له لګولو سره، د بېوزلۍ او بېکارۍ د زياتوالي، اجباري ودونو، د رواني روغتيا خرابوالى او د ښځو د ځان وژنې پېښې مخ په زياتېدو دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا