افغانستانسیاست

حکومت ته د جمعیت اسلامي افغانستان وړاندیزونه

د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال حکومت ته درې وړانديزونه وکړل.

رباني وايي چې حکومت ته د وروستیو پېښو په تړاو درې وړانديزونه لري، لومړی دا چې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر په ګډون د امنیتي ادارو مشران ګوښه کړای شي، دویم دا چې د کابل وروستۍ پېښه دې وڅېړل شي او درېيم دا چې د ملي یووالي حکومت پرېکړه دې په بشپړ ډول پلي کړای شي.

دی وايي د جمعیت ګوند د هوکړې له مخې په اوسني حکومت کې نيمايي ونډه لري او له دوی پرته حکومت هېڅ مانا نه لري.

رباني وايي چې د بلخ والي عطا محمد نور يې د دې دريځ ملاتړ کوي او اجرائیه رئیس عبد الله، چې د دوی په ملاتړ تر دې ځایه رسېدلی، ښايي د دوی ننګه وکړي.

صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په توګه  تر اوسه د کابل په سبانۍ ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې وايي، چې د ده د ګډون او نه ګډون پرېکړه به  د جمعیت شورا کوي.

د یادونې وړ ده چې د وزیر اکبر له چاودنې یوه ورځ وروسته د جمعیت مشرانو د حکومت پر ضد لاریوونه پيل کړل، چې وروسته دغه لاریوونه په تاوتريخوالي بدل شول او د ولسي جرګې مرستیال محمد علم ايزدیار د زوی په ګډون یو شمېر کسان په کې ووژل شول.

د ايزدیار د زوی د جنازې په مراسمو کې درې چاودنې وشوې، دې کار د جمعیت مشران نور هم په غوصه کړل او د هغه حکومت چې دوی يې د نيمايي برخې دعوه لري، د نسکورولو د مبارزې د جاري ساتلو ژمنه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا