اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهټولنه

په بغلان کې د شیعه ګانو په جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د بغلان له پلخمري ښاره راپورونه وايي، چې د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې چاودنه شوې، چې په پایله کې یې ۱۷ تنه وژل شوي او شاوخوا ۵۰ تنه ټپیان شوي دي.

سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ (۲۱ میزان) د پلخمري ښار د شیعه ګانو په امام زمان جومات کې چاودنه شوې ده.

ویل کیږي چې دا چاودنه د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې د نن ورځې چاودنې له امله ۱۷ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي.

د «امام زمان» په نوم جومات د پلخمري ښار په لومړۍ سلګۍ واټ کې موقعیت لري.

د بغلان ولایت امنیتي او سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا